اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د قامي وطن پارټي چيئرمېن آفتاب خان شېرپاؤ په موسيٰ خېل كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې د 23 كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل په موسٰي خېل كښې د 23 كسانو شهادت يوه ناوړه اقدام دے، وسله والو كسانو د ترهګرۍ خپرولو په خاطر لسو ګاډو ته اور هم لګولے …
د قامي وطن پارټي چيئرمېن آفتاب خان شېرپاؤ په موسيٰ خېل كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې د 23 كسانو مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه
اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د قامي وطن پارټي چيئرمېن آفتاب خان شېرپاؤ په موسيٰ خېل كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې د 23 كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل په موسٰي خېل كښې د 23 كسانو شهادت يوه ناوړه اقدام دے، وسله والو كسانو د ترهګرۍ خپرولو په خاطر لسو ګاډو ته اور هم لګولے چې ورسره په سيمه كښې سماجي او معاشي هلو ځلو ته زيان رسولے شوے۔ ده د حق رسېدلو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔









