پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) د قبائلي ضلع قطبي وزيرستان رزمك تحصيل په بازار كښې د ګل په ورځ د چاؤدنې په نتيجه كښې لږ تر لږه 04 كسان مړه او 18 نور ژوبل شوي۔ پولیس او ضلعی انتظامیې د چاؤدنې تصديق كولو سره ووئي دا چاؤدنه په يو موټر سائيكل كښې د نصب كړے شوو چاؤدېدونكو موادو په چاؤدلو رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ …
د قطبي وزيرستان رزمك بازار كښې چاؤدنه ٬ 04 كسان مړه ٬ 18 ژوبل
پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) د قبائلي ضلع قطبي وزيرستان رزمك تحصيل په بازار كښې د ګل په ورځ د چاؤدنې په نتيجه كښې لږ تر لږه 04 كسان مړه او 18 نور ژوبل شوي۔ پولیس او ضلعی انتظامیې د چاؤدنې تصديق كولو سره ووئي دا چاؤدنه په يو موټر سائيكل كښې د نصب كړے شوو چاؤدېدونكو موادو په چاؤدلو رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ 04 كسان مړه او 18 نور ژوبل شول۔ ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي۔ د بنوں کمشنر عابد پروېز د چاؤدنې او مړو تصديق كولو سره د رزمك روغتون انتظاميې ته ژوبل شوو لپاره د غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت وكړو










