كوئټه 25 اګست (اے پي پي) ايران څخه پاكستان ته د راتلونكو زائرينو بس مكران سره كښې پېښې سره مخ شوې چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان په حق رسيدلې او 30 څخه زيات ژوبل شوې۔ميډيا رپورټس له مخې د ايران څخه پاكستان ته د راتلونكو زائرينو بس د مكران په كوسټل هائي وے بزي ټاپ سره نزدې بريك فيل كيدو په امله ژورې كندي ته پريوتې چې په …
ايران څخه پاكستان ته د راتلونكو زائرينو بس پېښې سره مخ شو٬ 11 كسان په حق ورسيدل ٬ 30 څخه زيات ژوبل
كوئټه 25 اګست (اے پي پي) ايران څخه پاكستان ته د راتلونكو زائرينو بس مكران سره كښې پېښې سره مخ شوې چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان په حق رسيدلې او 30 څخه زيات ژوبل شوې۔ميډيا رپورټس له مخې د ايران څخه پاكستان ته د راتلونكو زائرينو بس د مكران په كوسټل هائي وے بزي ټاپ سره نزدې بريك فيل كيدو په امله ژورې كندي ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 10 كسان په حق رسيدلې او 30 څخه زيات ژوبل شوې دي۔ پوليس له مخې مړه او ژوبل كسان نزدي روغتون ته رسولې شوي ٬ د زائرينو تعلق د لاهور او ګوجرانواله څخه دې۔ دا خبره دې ياده وي چې څو ورځې وړاندې هم ايران كښې د پاكستاني زائرينو بس پېښې سره مخ شوې ؤ چې په نتيجه كښې ئې 35 كسان په حق رسيدلې او 15 ژوبل شوې ؤ د كومو مړي چې دوه ورځې وړاندې د ايران څخه د خصوصي الوتكي د لارې پاكستان ته راوړلې شوې ؤ۔










