جیکب آباد 24 آګست(اے پي پي)د ایران په يزد ښار كښې د بس پېښې په نتيجه كښې په حق رسيدلي پاکستانی زائرینو مړي د سي 130 الوتكي د لارې جیکب آباد ته ارورسولې شول۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه د خصوصي الوتكه د مړو راوړلو لپاره د ایران يزد ښار ته رسيدلې وه۔ تفصیلاتو له مخې مړو شويو 28 پاکستانیانو د یزد په وائي ميدان د جنازې لمونځ …
د ایران په يزد ښار كښې د بس پېښې په نتيجه كښې په حق رسيدلي پاکستانی زائرینو مړي د سي 130 الوتكي د لارې جیکب آباد ته راورسولې شول
جیکب آباد 24 آګست(اے پي پي)د ایران په يزد ښار كښې د بس پېښې په نتيجه كښې په حق رسيدلي پاکستانی زائرینو مړي د سي 130 الوتكي د لارې جیکب آباد ته ارورسولې شول۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه د خصوصي الوتكه د مړو راوړلو لپاره د ایران يزد ښار ته رسيدلې وه۔ تفصیلاتو له مخې مړو شويو 28 پاکستانیانو د یزد په وائي ميدان د جنازې لمونځ هم ادا كړې شوې۔چې پكښې د ایران سپریم لیډر نمائندہ، د يزد ګورنر او پاکستانی سفیر پشمول د ايران چارواكو ګډون كړې۔ ایران څخه دغه مړي د جیکب آباد شهباز ایئر بیس ته راوړلې شوي،چرته چې خپلو كورنيو كسانو ته سپارلې شوي۔ په شهباز ایئر بیس د مړو كورنيو كسانو له خصوصي انتظامات هم شوې ؤ۔ بس په پېښه كښې 28 پاکستانی زائرین په حق رسيدلي او 23 ژوبل شوې ؤ كومو كښې چې د 14 كسانو حالت اندېښمن دے، دغسې 15 ژوبل كسان پاکستان ته راوړلې شوي۔ په ائیر بیس د ایمبولینس او د ائیر ایمبولینس انتظام شوې۔زيات ژوبل كسان د ایئر ایمبولینس د لارې روغتون ته رسولې شوي۔د پېښې نه پس وزیراعظم محمد شهباز شریف د ځپليو سره د هر ډول مرستې كولو سپارښتنه وكړه۔ تهران كښې د پاکستان مشن ته د ټولو ممکنه اقداماتو او مرستې سپارښتنه شوې۔ بل پلو نائب وزیراعظم اسحاق ډار په ايران كښې د پاکستان قونصلخانې ته د صورتحال جاج اخستلو ذمه واري سپارلې شوي۔ یزد څخه تر لاړكانه اوږد مزل او ګرم موسم په وجه مړي د الوتكې د لارې راوړلې شوي۔بل خوا د پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداري په سپارښتنه د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاہ د پېښې شهيدانو او ژوبل کسانو مالي مرستې اعلان هم كړې۔










