کوئټه 24 اګست (اے پي پي) د بلوچستانپه پشين ضلع كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې دوه ماشومان مړه او د پوليس اهلکارو پشمول 10 كسان ژوبل شوې دي۔پوليس له مخې د خالي په ورځ د پشين مرکزي بازار كښې د سرخاب چوك سره نزدې يوه چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې دوه ماشومان په ټكي مړه او د 10 څخه زيات كسان ژوبل شوي۔چاؤدنه كښې ژوبل كسان …
د بلوچستان په پشين ضلع كښې بمي چاؤدنه،2 ماشومان مړه٬ د پوليس پشمول 10 كسان ژوبل
کوئټه 24 اګست (اے پي پي) د بلوچستانپه پشين ضلع كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې دوه ماشومان مړه او د پوليس اهلکارو پشمول 10 كسان ژوبل شوې دي۔پوليس له مخې د خالي په ورځ د پشين مرکزي بازار كښې د سرخاب چوك سره نزدې يوه چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې دوه ماشومان په ټكي مړه او د 10 څخه زيات كسان ژوبل شوي۔چاؤدنه كښې ژوبل كسان د پشين روغتون ته ابتدائي طبي مرستې له رسولې شوي دې نه پس د نوري درملني لپاره د کوئټه ټراما سينټر ته ورسول شول۔د ژوبل كسانو شناخت د زر محمد،عبد الغفار،سميع الله،فيروزه بي بي ،عزت الله،عبد نافع،محمد اسماعيل،رفيع الله،حفيظ الله،عبد جبار، عبدلقاد په نامه سره شوي۔د چاؤدنې نه پس سکيورټي فورسز سيمه ولقه كښې اخستلو سره پلټنې پيل كړې دي۔ د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند او وزير سردار عبد رحمان کھيتران د پشين بمي چاؤدني سخته غندنه كولو سره د روغتون انتظاميې ته د ژوبل كسانو له ښه طبي سهولياتو وركولو سپارښتنه كړي۔










