د بلوچستان اولس ته كوئټه څخه د جده خصوصي عمره فلائټ آسانۍ وركول او د پي آئي اے لخوا په كرايانو كښې د كمي اقدامات د ستائنې وړ دي: د بلوچستان ګورنر

کوئټه۔ 23 اګست (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل وئيلي دي چې د بلوچستان اولس ته كوئټه څخه د جده خصوصي عمره فلائټ آسانۍ وركول او د پي آئي اے لخوا په كرايانو كښې د كمي اقدامات د ستائنې وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ ته د كوئټه – جده پروازونو په كرايه كښې د نور كمي اعلان سره …

کوئټه۔ 23 اګست (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل وئيلي دي چې د بلوچستان اولس ته كوئټه څخه د جده خصوصي عمره فلائټ آسانۍ وركول او د پي آئي اے لخوا په كرايانو كښې د كمي اقدامات د ستائنې وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ ته د كوئټه – جده پروازونو په كرايه كښې د نور كمي اعلان سره خوشحالي شوې ده۔ په كرايه كښې كمي څخه به په سعودي عربستان كښې پاتې كېدونكي ټول پاكتساني وګړي او په خاص توګه عمره زائرين ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل د بلوچستان اولس لپاره صوبائي سرښار كوئټه څخه نړيوال سفر ټولو لپاره آسان او ارزان جوړول لويه كاميابي ده۔ په دې مونږ د وفاقي حكومت او د پي آئي اے چارواكو مننه كوؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د کوئټه ټو جدہ ډائرېکټ عمرہ فلائټ په كرايانو كښې 20 زره روپۍ كمې كړې شوې دې