بلاول بھټو زرداري په رحيم يار خان كښې په پوليس اهلكارو ترسره شوے بريد وغندلو

کراچۍ۔ 23 اګست (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری په رحیم یار خان كښې په پوليس اهلكارو د ډاكوانو لخوا د ترسره شوي بريد غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د شهيد شويو پوليس اهلكارو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ د بلاول هاؤس ميډيا سېل لخوا په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل د رحيم يار خان ضلعې كچې سيمه كښې د …

کراچۍ۔ 23 اګست (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری په رحیم یار خان كښې په پوليس اهلكارو د ډاكوانو لخوا د ترسره شوي بريد غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د شهيد شويو پوليس اهلكارو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ د بلاول هاؤس ميډيا سېل لخوا په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل د رحيم يار خان ضلعې كچې سيمه كښې د رامخې ته شوې دې پېښې غندنه كوم۔ ده ووئيل امن په ځاے كول د حكومت ذمه واري ده٬ د جرائم پېشه عناصرو په ضد به سخته كارروائي كول وي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پوليس د 14 ځوانانو د شهادت ذمه وار به ډېر زر قانون سره مخ كولې شي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل شهيد شوي اهلكار د قام مېړني فرزاندان وو ،د دوئي قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده غوښتنه وكړه چې د پېښې دې پلټنې وكړې شي ٬ د ژوبل شويو اهلكارو غوره درملنې دې باوري كړې شي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل د پنجاب پوليس افسرانو او اهلكارو د فرض ادا كولو په لاره كښې ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده د شهيد شوو اهلكارو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه هم وكړه۔