د خېبرپښتونخوا ګورنر د ايران يزد ښار كښې د زائرينو بس ته د ورمخې ته شوې پېښې په اړه ايران كښې د پاكستان سفير مدثر ټيپو سره تماس

پېښور21 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ايران په يزد ښار كښې د زائرينو بس ته د ورمخې ته شوې یپښې په اړه ايران كښې د پاكستان سفير مدثر ټيپو سره تماس نيولے او وئېلې يې دي چې ځپليو له دې هر ممكن مرسته وركړې شي٬په دې په ايران كښې موجود سفير ګورنر ته د ځپليو هر ممكن مرستې باور وركړو ۔د دې نه علاوه ګورنر …

پېښور21 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ايران په يزد ښار كښې د زائرينو بس ته د ورمخې ته شوې یپښې په اړه ايران كښې د پاكستان سفير مدثر ټيپو سره تماس نيولے او وئېلې يې دي چې ځپليو له دې هر ممكن مرسته وركړې شي٬په دې په ايران كښې موجود سفير ګورنر ته د ځپليو هر ممكن مرستې باور وركړو ۔د دې نه علاوه ګورنر ځپليو كورنيو له باور وركولو سره ووئېل د پیښې ځاے قونصلګرۍ څخه 900 كلوميټره لرې دے٬ د پاكستان سفير پخپله د مرستې هلو ځلو څارنه كوي٬يزد كښې د پاكستان زائرينو شهادت افسوسناك دے٬صدر مملكت آصف علي زرداري په دې اړه د غم دړد څرګندونه كړې او صدر مملكت سندھ حكومت ته د پیښې ځپليو كورنيو سره سمدستي د تماس نيولو هدايات وركړي۔د ځپلو تعلق د لاړكانه څخه دے٬د هغوي كورنيو ته به بشپړه حكومتي مرسته وركولې شي۔ګورنر ووئېل د بس پیښې شهيدانو راوړولو لپاره صدر زرداري او چيئرمېن بلاول بهټو زرداري خاص هدايات جاري كړي او د بس په پېښه بلاول بهټو زرداري په سمدستي توګه د ايران چارواكو سره رابطه هم كړې۔دغسې ګورنر په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ده د شهيدو شوو زائرينو كورنيو سره هم د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئېل د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ده د ايران چارواكو لخوا هر ممكنه مرسته باوري كول هم خوشبينه وګرځوله۔

مزید خبریں