د هيواد پرمختګ او سوكالۍ له به اسټيك هولډرز له په ګډه كار كول وي: د فيصل كريم كنډي د شاه عبد اللطيف بھټائي مزار ته د تللو نه پس ميډيا سره خبرې

حېدرآباد۔ 20 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي حضرت شاہ عبداللطیف بھټائی (رح) د نړۍ هغه صوفي بزرګ دے كوم چې ټول عالم ته د مينې او ورورولۍ پېغام وركړے٬ سندھ هغه خاوره ده كومې چې د امن پېغام وركړے٬ دا ډول د مينې مېلې په هېواد كښی امن لپاره زيات اهميت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حضرت شاه عبد اللطيف …

حېدرآباد۔ 20 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي حضرت شاہ عبداللطیف بھټائی (رح) د نړۍ هغه صوفي بزرګ دے كوم چې ټول عالم ته د مينې او ورورولۍ پېغام وركړے٬ سندھ هغه خاوره ده كومې چې د امن پېغام وركړے٬ دا ډول د مينې مېلې په هېواد كښی امن لپاره زيات اهميت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حضرت شاه عبد اللطيف بھټائي (رح) 281م عرس مبارك په موقع مزار ته حاضرېدو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ هم د روانې مياشتې په 13 مه نېټه ګورنر هاؤس خېبر پښتونخوا كښې يو كنفرنس وكړو او د خوشحال خان خټك او علامه اقبال په شخصيت مو يو سيمينار وكړو۔ ده ووئيل زه د سندھ حكومت او د كلتور صوبائي وزير سيد ذوالفقار علي شاه مننه كوم چا چې ماته په بلنه راكولو عزت راكړو٬ زه د خېبر پښتونخوا د اولس لخوا د ده د زړه له كومي مننه كوم۔ ده ووئيل كه ټولې ادارې پخپل آئيني حد دننه پاتې كېدو سره كار وكړي نو پاكستان به بهترۍ او پرمختګ پلو روان شي خو د افسوس خبره دا ده چې دلته هر يو دا خبره كوي چې زه تر ټولو زيات پوهېږم۔ د پي ټي آئي لخوا د فارم 45 او 47 حكومت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل زه خورم نو حلال او كه بل خوري نو حرام ٬ په خېبر پښتونخوا كښې ټاكنې سمې وې او نورو صوبو كښی سمې نه وې دا كومه افسانه ده؟ د مولانا په ضد خبرې كوؤنكي نن د هغه در ته ځي راځي۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له به مونږ ټولو اسټېك هولډرز له په ګډه كار كول وي۔ فېصل کریم کنډی ووئيل د 9 مئي پېښه د تاريخ تر ټولو ناوړه پېښه ده د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ ګورنر سره د اختلافاتو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ګورنر ووئيل زه د هغه خبرې جدي نه اخلم ٬ زه چې كله ماښام ستړے شم نو د هغه کامېډی ټاک شوز كتل شروع كړم او لږ ډېر خوند ترې واخلم۔ دې څخه وړاندې ده صوبائي وزير سید ذوالفقار علی شاہ سره د دربار په احاطه كښی د شاه راګ هم واورېد۔

مزید خبریں