كوئټه 19 اګست (اے پي پي)د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر ثمينه ممتاز زهري وئېلي دي د پي ټي آئي لارښود روف حسن د هندي خبريال سره رابطه د جرم مترادف ده٬د واټس ايپ د لارې هندي خبريال كرن تهاپر ته د هغه پیغامات د اندېښنې وړ دي۔په يو بيان كښې دې ووئيل د كرن تهاپر ملاتړ كوونكو افسرانو لپاره دا پیغام دراصل د معلوماتو قيمتي اثاثه وه د كوم د …
د پي ټي آئي لارښود روف حسېن د هند خبريال سره رابطه د جرم مترداف ده۔سېنېټر ثمينه ممتاز زهري

مزید خبریں
كوئټه 19 اګست (اے پي پي)د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر ثمينه ممتاز زهري وئېلي دي د پي ټي آئي لارښود روف حسن د هندي خبريال سره رابطه د جرم مترادف ده٬د واټس ايپ د لارې هندي خبريال كرن تهاپر ته د هغه پیغامات د اندېښنې وړ دي۔په يو بيان كښې دې ووئيل د كرن تهاپر ملاتړ كوونكو افسرانو لپاره دا پیغام دراصل د معلوماتو قيمتي اثاثه وه د كوم د لارې چې د پي ټي آئي وياند د پاكستان مخالفه پراپیګنډه كولو له يو هندي وكړے د هېواد حساس معلوماتو څخه خبر كړے ٬ هغه د خپل مشرتابه په نقش قدم تللو سره د جرم ارتكاب كړے چا چې زمونږ رياست او د ادارو بدنامولو او د رياست د دښمنانو په مرسته كولو حكومت كښې د راتللو په اصول د خپل ګوند سياست ته وده وركړې۔سېنېټر ثمينه ممتاز زهري ووئېل نن طاقتورو هېوادونو په كمزورو رياستونو زمكه تنګه كړی٬د فلسطين پشمول نورو اسلامي هېوادونو كښې د اور او وينې جنګ روان دے ٬ دغسې زمونږ ګاونډي هېواد هند كښې په رياستي سرپرستۍ كښې په مسلمانانو ظلمونه كېږي او څه موده وړاندې د برما مسلمانانو وينې بهيدلې۔









