پېرس 19 اګست (اے پي پي) د پولېنډ سائيکلسټ کټار زينا نيويا ډوما د ټور ډي فرانس فېمز د كال 2024 سائيکل رېس ګټلے دے چا چې په وړومبي ځل د ټور ډي فرانس فېمز سائيکل رېس ټائټل پخپله نامه كړو٬ د نېدرلېنډز سائيکلسټ ډيمي وولرنګ تېر كال ټائټل په خپله نامه كړے ٶ او ھغه دا ځل په دوېم نمبر راغلې او هم د نېدرلېنډز سائيکلسټ پاؤلينا روئيجيکرزا په …
د پولينډ سائيکلسټ کټار زينا نيويا ډوما د ټور ډي فرانس فېمز د كال 2024 سائيکل ريس وګټلو

مزید خبریں
پېرس 19 اګست (اے پي پي) د پولېنډ سائيکلسټ کټار زينا نيويا ډوما د ټور ډي فرانس فېمز د كال 2024 سائيکل رېس ګټلے دے چا چې په وړومبي ځل د ټور ډي فرانس فېمز سائيکل رېس ټائټل پخپله نامه كړو٬ د نېدرلېنډز سائيکلسټ ډيمي وولرنګ تېر كال ټائټل په خپله نامه كړے ٶ او ھغه دا ځل په دوېم نمبر راغلې او هم د نېدرلېنډز سائيکلسټ پاؤلينا روئيجيکرزا په درېم نمبر راغله۔ تفصيلات له مخې د يوې اونۍ راهېسې د روان رېس په اتم او آخري پړاٶ كښې د نېدر لېنډز سائيکلسټ ډيمي وولرنګ فاتح وه خو د مجموعي بريا په بنياد د رېس ټائټل د پولينډ سائيکلسټ کټارزينا نيوياډوما په نامه كړے شو










