فيصل آباد ۔16 اګست (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د قوالۍ او غزل ګوئۍ په حواله د پاكستان نامه روښانه كونكي ليجنډ استاد نصرت فتح علي خان د 27 تلين په موقع د ارواښاد په قبر د هغه خوښونكو او مينه والو فاتحه خواني وكړه او په قبر ېي د ګلونو څادر خپور كړو ۔ د ارواښاد 27 تلين په موقع د هغه د كورنۍ خلق ٬ شاګردان او د هغه فن سره مينه كوونكې په جهنګ روډ فيصل آباد كښې د هغه په څلي حاضر شوو او لاس دعا ېي وكړه۔نصرت فتح علي خخان په 13 اكتوبر 1948 فيصل آباد كښې زېږېدلے ؤ او د هغه پلار فتح علي خان او تره استاد مبارك علي خان د خپل دور نوموړي قوال وو ۔د قوالۍ ويونكې او د يو فن كار په حېث استاد نصرت فتح علي خان په نړۍ كښې د خپل ځانګري طرز په سبب يو اعلې مقام لري او چا چې د نړه په يو شمېر هېوادونو كښې د خپل فن څرګندونه كړې۔ دا عظيم قوال او ليجنډ په كال 1997 كښې په ننې ورځ يعني په 16 اګست د خپلو خوښښونكو نه جلا شوے ؤ۔