د پاكستان شاهينز په ټاپ اېنډ ټي ټونټي سيريز كښې څلورمه كاميابي ٬ بنګله دېش اے ته يۍ په 3 وكټونو ماتې وركړه

ډارون ۔16اګست(اے پی پی) پاكستان شاهينز د ټاپ اېنډ ټي ټونټي سيريز په خپل پنځم مېچ كښې بنګله دېش اے ته په 3 وكټونو ماتې وركړه۔ شاهینز د بنګله دېش اے د 142 رنز هدف په 19 م اوور كښې د 7 لوبغاړو له لاسه په وركولو سر كړو۔ په ټورنامنټ كښې دا د پاكستان څلورمه كاميابي ده۔ د جمعې په ورځ په ډارون كښې شوي مېچ كښې پاكستان شاهينز …

ډارون ۔16اګست(اے پی پی) پاكستان شاهينز د ټاپ اېنډ ټي ټونټي سيريز په خپل پنځم مېچ كښې بنګله دېش اے ته په 3 وكټونو ماتې وركړه۔ شاهینز د بنګله دېش اے د 142 رنز هدف په 19 م اوور كښې د 7 لوبغاړو له لاسه په وركولو سر كړو۔ په ټورنامنټ كښې دا د پاكستان څلورمه كاميابي ده۔ د جمعې په ورځ په ډارون كښې شوي مېچ كښې پاكستان شاهينز ټاس ګټلو سره بنګله دېش ته د بېټنګ كولو بلنه وركړه۔ بنګله دېش په مقرر 20 اوورز كښې د 5 وكټونو په زيان 141 رنز جوړ كړل۔ دغسې پاكستان شاهينز د 142 رنز هدف په 18.4 اوورز كښې د 7 لوبغاړو په زيان سر كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پاكستان شاهينز په ټاپ اېنډ ټي ټونټي سيريز كښې پرتھ سکارچرز ته په 17 رنز ، تسمانیه ټائيګرز ته په 5 وكټونو او مېلبورن رینیګېډز ته په 4 وكټونو ماتې وركړې وه۔ د مېلبورن سټارن په ضد پاكستان په 47 رنز سره ماتې خوړلې وه۔

مزید خبریں