كوز كوهستان 16اګست(اے پی پی) د كوز كوهستان ډپټي كمشنر طارق محمود د آن لائن سسټم د لارې د وسلې لائسنس وركولو رسمي پرانسته وكړه۔په دې موقع د كوهستان ايډېشنل ډپټي كمشنر محمد ارشد هم د هغه سره ؤ ۔په دې موقع اولس ته خواست شوے چې كومو كسانو ته د صوبائي حكومت لخوا د ميسج د لارې د وسلې لائسنس وركولو كېدو اطلاع ترلاسه شوې هغه د خپلې وسلې لائسنس د كوز كوهستان ډپټي كمشنر آفس څخه تر لاسه كولې شي