کوئټه، د کانګو وائرس له امله ځپلے رنځور په حق ورسيد

کوئټه 16 اګست (اے پي پي) د کوئټه يو رنځور د کانګو وائرس له امله په حق ورسيد،دې نه پس بلوچستان كښې د مړو شميره 5 ته ورسيده۔فاطمه جناح انسټیټیوټ آف چیسټ ډیزیزز انتظامیې له مخې د کوئټه اوسيدونكے 42 كلن محمد اقبال فاطمه جناح انسټیټیوټ آف چیسټ ډیزیزز آئیسولیشن وارډ كښې بستر ؤ۔د هغه نمونې د ټیسټ لپاره لېږلې شوې وي كومې چې پازیټیو راغلې۔د روغتون انتظامیې له مخې د جمعې په ورځ محمد اقبال د کانګو وائرس له امله په حق ورسيد ۔دغسې بلوچستان كښې د روان كال په مهال د کانګو وائرس له امله د مړو شميره 5 ته ورسيده۔