پيښور ، په ورسك روډ پيربالا كښې پوليس وين ته نزدې چاؤدنه ٬ 4 كسان ژوبل

پېښور ۔ 16 اګست (اے پی پی) په پېښور ورسك روډ پيربالا پوليس موبائل ته نزدې د شوې چاؤدنې په نتيجه كښې 4 كسان ژوبل شوي۔ د پولیس و ریسکیو 1122 پېښور له مخې د ابتدائي اطلاعات له مخې په ژوبل شوو كښې 2 پولیس اهلكار او 2 عام وګړي شامل دي۔ ریسکیو ډلې ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړي۔ بلخوا پوليس سيمه محاصره كولو سره پلټنې پېل كړې دي