
پېښور15اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په سوئېلي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو او خوارج ترمينځه د ډزو په تبادله كښې د امنيتي ځواكونو د 4 ځوانانو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ګورنر د شهيدو شوو ځوانانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ده د 6 خوارج په وژلو د امنيتي ځواكونو بهادرۍ او جرات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ګورنر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو لوړ عزم ته سلام كولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د شهيدانو قربانۍ به ضرور رنګ راوړي٬دغسې ګورنر د سوات په مټه چپريال سيمه كښې د جنج ګاډي په پېښه هم د افسوس څرګندونه وكړه او په حق رسېدلو كسانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره ېي دعا وكړه۔