
اسلام آباد 15اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی وزير سردار علي امين خان ګنډا پور سوئېلي وزيرستان كښې د څلورو امنيتي اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره غم جنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔وزيراعلٰی دعا وكړه چې لوي څښتن دې شهيدانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔وزيراعلٰی ووئيل د امنيتي ځواكونو ځوانانو د جرات او مړانې څرګندونه كړې٬د دې ځوانانو قربانو په سبب قام جشن آزادي په پرامن ماحول كښې لمانځلې٬قام د ځوانانو قربانيو ته د عقيدت پیرزوﺀنې وړاندې كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره اوږه او په اوږه ولاړ دے٬د ترهه ګرۍ خاتمه او په صوبه كښې د امن او امان ښه والې ته د خېبرپښتونخوا حكومت وړومبې پام لرنه كوي۔