
كوئټه 15اګست (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي وئېلي دي مونږ استخبارتي معلومات او شواهد لرو چې د پنجګور ډپټي كمشنر ذاكر بلوچ كالعدم تنظيم لبرېشن آرمي(بي اېل اے)شهيد كړے٬هغه كسان كوم چې د هند ايجنسۍ را څخه په فنډز اغستلو بې ګناه وګړي وژني٬هغوي سره هېڅ همدردي نه لرو٬د شهيد ذاكر بلوچ كورنۍ به يوازې نشي پرېښودلې٬د ذاكر بلوچ كونډې له به د هغې د تعليم له مخې نوكري او د هغې د بچو د تعليم خرڅونه د بلوچستان حكومت وركوي۔د مزدور بچې به اوس مزدور نه جوړېږي٬مونږ د مزدورانو 500 ماشومان تعليم لپاره اسلام آباد ته لېږو٬د مزدور بچې به تعليم ترلاسه كوي او د هېواد خذمت به كوي٬د بلوچستان ګڼ شمېر ځوانانو له به بزنس پلان وركوو٬زمونږ صبر دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي٬مونږ به حكومتي رټ چېلنج كوونكي انصاف سره مخ كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده وزيراعلٰی سېكرټرېټ كوئټه كښې خبري كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔مير سرفراز بكټي ووئيل د پنجګور ډپټي كمشنر په بې دردۍ سره شهيد كړے شو د كومې چې مونږ غندنه كوو٬ده ووئيل مونږ استخبارتي رپورټ او شواهد لرو٬په دې پیښه كښې د كلعدم تنظيم بي اېل اے لاس دے۔بلوچ يكجهتي كمېټۍ كښې شاملو مېرمنو فورسز سره د رويې باوجود مونږ د بلوچ رواياتو پاسداري كړې۔ده ووئيل په بلوچستان كښې په ښه ډول د آزادۍ ورځ لمانځلې شوې٬په دې امنيتي ځواكونو له مباركي وركوم٬ژوندي قامونه هم په دې ډول خپله آزادي لمانځي۔ده ووئيل د آزادۍ په ورځ په بلوچستان كښې د 21 سنټرو پرانسته شوې٬په دې د نائب وزيراعظم اسحاق ډار٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او د صوبائي اسمبلۍ غړو مننه كوم۔ده ووئيل په هوشاب كښې به ګورنمنټ كالج د شهيد ذاكر علي بلوچ په نامه منسوب كولې شي۔د ذاكر علي بلوچ بچي زمونږ بچي دي٬ د هغوي د تعليم خرڅ به د بلوچستان حكومت زغمي٬د بلوچستان حكومت د خپلو شهيدانو قدر كوي٬د شهيدانو كورنۍ به په هېڅ صورت يوازې نشي پرېښودلې۔