
كراچي 15اګست (اے پي پي)اولمپئين ارشد نديم وزيراعلٰی هاؤس ته لاړو چرته جې د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه د ده هركلے وكړو۔د سندھ وزيراعلٰی وياند له مخې صوبائي وزير ناصر شاه د ارشد نديم كور ته راوستلو له ملګتيا وكړه ٬د سندھ وزيراعلٰی د صوبائي كابينې غونډه اودرولو سره ارشد نديم سره ملاقات وكړو۔وياند ووئېل د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه اولمپئين ارشد نديم ته د وزيراعلٰی هاؤس راتللو بلنه وركړې وه۔ارشد نديم ووئيل د سندھ وزيراعلٰی په پيرس كښې په ګولډ ميډل تر ټولو وړومبۍ په ټېلفيون مباركي راكړې وه۔ده د سندھ وزيراعلٰی ته ووئيل زه تاسو سره په ملاقات كولو ډېر خوشحاله شوے يم۔د سندھ وزيراعلٰی په خبرو كښې ووئېل بلاول بهټو زرداري تاسو لپاره پېغام راكړے چې ارشد نديم له راتلونكي اولمپكس لپاره د اوس نه تيارۍ پكار ده ٬ زمونږ 24 كروړه آبادي ده٬ 24 ګولډ ميډلز په هېواد كښې پكار دي۔د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه د ارشد نديم كوچ لپاره د 5 ملين روپو وركولو اعلان هم وكړو ۔ده ووئيل د سندھ حكومت به د ارشد نديم بشپړ ملاتړ كوي۔وياند ووئېل د انډس موټرز سي اي او علي اصغر جمالي ارشد ندي له د ګاډي وركولو اعلان كړے۔سينئر صوبائي وزير شرجيل انعام ميمن ارشد نديم ته وئېلي دي چې ستا د ګاړي رجسټرېشن لپاره چې كوم نمبر پكار وي هغه به دركوو۔دغسې د كراچۍ ميئر مرتضٰی وهاب هم د ارشد نديم په نامه د اكېډمۍ جوړولو اعلان وكړو۔