فاطمه جناح انسټيټيوټ آف چيسټ ډيزيزز كښې په يوه رنځوره كښې د کانګو وائرس تصديق

کوئټه 15 اګست (اے پي پي) د لورالائي په يوه ناروغه مېرمن كښئ د کانګو وائرس تصديق شوے٬ د کانګو وائرس د ځپلو رنځورانو شمېره 18 ته ورسېده۔ د فاطمه جناح انسټيټيوټ آف چيسټ ډيزيزز انتظاميې له مخې د لورالائي يوه مېرمن كومه چې په آئيسوليشن وارډ كښې بستر وه٬ د ھغې ټېسټ پازيټيو راغلے چې ورسره سږ كال په بلوچستان كښې د کانګو د ځپلو رنځوانو شمېره 18 ته رسېدلې او سږ كال د دې وائرس څخه څلور كسان مړه شوي دي۔