كراچۍ 14 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ورځ په موقع باني پاكستان قائد اعظم محمد علي جناح ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري په مزار قائد حاضري وكړه،د ګلونو څادر غوړولو سره ئې فاتحه خواني وكړه۔د سندھ ګورنر د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل او د مزار قائد په خوا كښې ئې بيرغ هسك كړو۔دې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې د سندھ ګورنر كامران ټيسوري ووئيل مونږ مونږ د مزار قائد په وړاندې عهد كوو چې كوم مقصد لپاره پاكستان جوړ شوې په هغې د عمل كولو هڅې به كوو،د قام جذبه نن هم دنګه ده،هغه ورځ لري نه ده چې پاكستان به په معاشي توګه په خپل پښو ودريږي۔د سندھ ګورنر ووئيل اېس آئي اېف سي منصوبه به د پاكستان د معيشت پرمختګ لپاره كاميابه وګرځي۔كامران خان ټيسوري ووئيل ارشد نديم په اولمپكس كښې ګولډ ميډل ترلاسه كول او په ګډه د آزادۍ جشن لمانځلو نويد دے چې مونږ يو تن نه بلكه قام يو۔ده ووئيل زمونږ پوځ او پوليس قرباني وركولو سره د هېواد لوے خذمت كړې،ټولو شهيدانو ته سلام كوو او هغوې ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوو۔