د آزادۍ ورځ په موقع په مزار قائد د ر ګارډز بدلون دستوره وشوه،د پاكستان نيول اكيډمي كيډټس په مزار قائد د اعزازي ګارډز فرائض سنبھال كړل

كراچۍ 14 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ورځ په موقع په مزار قائد د اعزازي ګارډز بدلون دستوره وشوه۔ د پاكستان نيول اكيډمي كيډټس په مزار قائد د اعزازي ګارډز فرائض سنبھال كړل۔جاري شوې اعلاميې له مخې د پاكستان نيول اكيډمي كيډټس هر كال په 14 اګست دا ذمه واري سنبھالوي۔د اعزازي ګارډ د تعيناتۍ دستورې خاص ميلمه كمانډنټ پاكستان نيول اكيډمي كموډور محمد خالد ؤ۔اعزازي ګارډز كښې دوه ډلې شاملې وي يوه ډله د پاك بحريه پهے سيلرز مشتمل وه دغسې دويمه ډله د پاكستان نيول اكيډمي په كيډټس مشتمل وه۔د پريډ كمانډر فرائض ليفټننټ كمانډر احمد حسن تمغهٔ بسالت ترسره كړل۔د پريډ په مهال خاس ميلمه د ګارډز معائنه وكړه او د ګارډز د اړخه باني پاكستان قائد اعظم محمد علي جناح ته ئې قامي سلام وړاندې كړو دې نه پس خاص ميلمه د ګارډز د تعيناتۍ امر وكړو۔په دې موقع خاص ميلمه د پاكستان نيول اكيډمي كمانډنټ كموډور محمد خالد په مزار قائد د ګلونو څادر وغوړولو۔