اېبټ آباد۔ 13 اګست (اے پی پی) پخواني سپيكر او د صوبائي اسمبلۍ غړي مشتاق احمد غني سره د نرسنګ كونسل ممبر فضل مولا او د ډسټرکټ هېډ کوارټر هسپتال اېبټ آباد نرسنګ عملې د ده په استوګنه ملاقات كړے۔ ملاقات كښې په بې نظیر بھټو ډی اېچ کیو هسپتال اېبټ آباد كښې د نرسانو په كمه شمېره او روغتون ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د صوبائي …
د صوبائي اسمبلۍ غړي مشتاق غني سره د نرسنګ كونسل ممبر فضل مولا ملاقات ٬ په ډي اېچ كيو هسپتال كښې د نرسانو په كمي د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اېبټ آباد۔ 13 اګست (اے پی پی) پخواني سپيكر او د صوبائي اسمبلۍ غړي مشتاق احمد غني سره د نرسنګ كونسل ممبر فضل مولا او د ډسټرکټ هېډ کوارټر هسپتال اېبټ آباد نرسنګ عملې د ده په استوګنه ملاقات كړے۔ ملاقات كښې په بې نظیر بھټو ډی اېچ کیو هسپتال اېبټ آباد كښې د نرسانو په كمه شمېره او روغتون ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د صوبائي اسمبلۍ غړي پلاوي ته باور وركړو چې يادې كړې شوې مسئلې به د روغتيا صوبائي وزير سره په ګډه زر تر زره حل كړې شي۔ مشتاق احمد غنی ووئيل مونږ ډی اېچ کیو روغتون او د دې عملې ته پېښو مسئلو څخه ښه خبر يؤ، ده ووئيل د روغتون نوې بلاكس به وختي بشپړ شوي وو خو د د دې په تعمير كښې د امتناعي حكم د لاسه فنډز بېرته واغستلے شول۔ ده ووئيل دا زمونږ خپل روغتون دے كه پاك پروردګار ته منظور وي د دې پاتې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولو سره خلقو ته د روغتيا غوره آسانۍ وركړې شي









