وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د چين خپل همڅنګ سره وليدل د شنګهائي مرستې تنظيم پشمول په نورو بېلو فورمونو دوه اړخيزه مرسته او سياست٬ معيشت٬ تجارت او د دفاع پشمول ستراتېژك اړيكو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو له اتفاق٬ د پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم غړيتوب څخه به د منطقې سلامتيا ٬ استحكام او پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ د چين وزيراعظم د چين اوسنې قيادت د منطقې پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي۔شاهد خاقان عباسي

سوچي 30 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د روسيې په سوچي ښار كښې ملاقات كړې۔په دې موقع د شنګهائي مرستې تنظيم پشمول په بېلا بېلو فورمونو كښې دوه اړخيزه مرسته او سياست٬ معيشت٬ تجارت او د دفاع پشمول ستراتېژك اړيكو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو له اتفاق شوې۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د چين كميونسټ ګوند د 19 م …

سوچي 30 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د روسيې په سوچي ښار كښې ملاقات كړې۔په دې موقع د شنګهائي مرستې تنظيم پشمول په بېلا بېلو فورمونو كښې دوه اړخيزه مرسته او سياست٬ معيشت٬ تجارت او د دفاع پشمول ستراتېژك اړيكو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو له اتفاق شوې۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د چين كميونسټ ګوند د 19 م كانګرېس په كاميابۍ د چين وزيراعظم ته مباركي وركړې او د چين وزيراعظم ته په پولېټيكل بېورو او دغسې د چين اولس مشر شي جن پنګ د ګوند عمومي سېكتر په ټاكلې كېدو مباركي وركړه۔ ده د ون چائنه پاليسۍ پشمول په نورو بېلو چارو د چين د مرستې او ملاتړ روان ساتلو لپاره د عزم پخلې هم كړې۔ د چين وزيراعطم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ستراتېژك مرستې په شراكت دارۍ كښې اضافې او استحكام لپاره د خپل عزم بيا څرګندونه وكړه او وئ وئيل چې د پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم غړيتوب څخه به د منطقې سلامتيا ٬ استحكام او پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د شنګهائي مرستې تنظيم پلېټ فارم څخه د شويو اقداماتو ستائنه وكړه او وئ وئيل چې د چين اوسنې قيادت د منطقې پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي۔ وزيراعظم سياسي ٬ اقتصادي او په كلتوري څانګو كښې د شريكې مرستې لپاره د پاكستان د بشپړه ملاتړ باور هم وركړو۔د چين وزيراعظم لي كي چيان د چين پاكستان اقتصادي لارې پحقله اسلام آباد كښې د جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ په اوومه غونډه كښې د اوږدې مودې منصوبه بندۍ ته په حتمي شكل وركولو د خوشحالۍ څرګندونه كړې۔دواړو مشرانو بيا دا خبره وكړه چې د پاكستان او چين شراكت داري د سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا علامت دې۔ دوي د شريكې خوښې چارو پشمول بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته او د يو بل ملاتړ كولو له د خپل عزم هم پخلې وكړو۔ (وا/ض ض/ګ ل/2213)

مزید خبریں