اولس مشر ډونلډ ټرمپ د امریکې سفارت خانه د تل ابیب څخه مقبوضه بیت المقدس ته د منتقل کولو په نيټه او تګلاره سنجیدګۍ سره غور كوي

نیویارك 29 نومبر (اے پی پی) د امریکې دوهم اولس مشر مائیك پینس وئيلي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د امریکې سفارت خانه د تل ابیب څخه مقبوضه بیت المقدس ته د منتقل کولو په نيټه او تګلاره سنجیدګۍ سره غور كوي۔ نړيوالې ميډيا له مخې مائیك پېنس دا خبره نیویارك كښې ملګرو ملتونو كښې د اسرائیل مشن دفتر كښې د اسرائیل ریاست جوړولو پھ اړه په قرارداد د رايو شميرې …

نیویارك 29 نومبر (اے پی پی) د امریکې دوهم اولس مشر مائیك پینس وئيلي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د امریکې سفارت خانه د تل ابیب څخه مقبوضه بیت المقدس ته د منتقل کولو په نيټه او تګلاره سنجیدګۍ سره غور كوي۔ نړيوالې ميډيا له مخې مائیك پېنس دا خبره نیویارك كښې ملګرو ملتونو كښې د اسرائیل مشن دفتر كښې د اسرائیل ریاست جوړولو پھ اړه په قرارداد د رايو شميرې 70 كاله پوره كيدو په یاد كښې دستورې ته پھ خپل خطاب کښې وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې د امریکې کانګریس 1995ء كښې د امریکی انتظامیې له تل ابیب څخه د سفارت خانې القدس ته د منتقل كولو اختیار وركړې ؤ خو د امریکې اولس مشرانو د قامی سلامتیا تقاضو ترمخه په دې پريكړه عمل درآمد مؤخر کړې ؤ۔