نيويارك 25 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې د انساني قاچاق مخ نيوي لپاره د غړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې زياتولو ضرورت دے۔ د ملګرو ملتونو په 15 كسيزه سلامتي كونسل كښې د شخړو صورتحال كښې د انساني قاچاق په اړه بحث كښې برخه اخستلو سره ډاكټر مليحه لودهي په لېبيا كښې د افريقائي كډوالو د غلامانو په …
د انساني قاچاق مخ نيوي لپاره د غړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې زياتولو ضرورت دے۔ ډاكټر مليحه لودهي

مزید خبریں
نيويارك 25 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې د انساني قاچاق مخ نيوي لپاره د غړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې زياتولو ضرورت دے۔ د ملګرو ملتونو په 15 كسيزه سلامتي كونسل كښې د شخړو صورتحال كښې د انساني قاچاق په اړه بحث كښې برخه اخستلو سره ډاكټر مليحه لودهي په لېبيا كښې د افريقائي كډوالو د غلامانو په توګه د كارول كېدو غندنه وكړه او وې وئيل چې بايد نړيواله ټولنه د دې لعنت په ضد هڅې وكړي۔ هغې د انساني قاچاقبر ترهګرو سره په تعلق او د شخړو له امله په كېدونكي انساني قاچاق د اندېښنې څرګندونه وكړه۔








