په هيواد كښې د لوبو پرمختګ لپاره پاكستان سپورټس بورډ مهم كردار ترسره كوي٬ راجه اعجاز احمد

اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) د آل پاکستان سپورټس بورډ اېمپلائز یونین (سی بی اے) صدر راجه اعجاز احمد وئيلي دي چې په هيواد كښې د لوبو پرمختګ لپاره پاكستان سپورټس بورډ مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په لياقت جمنازيم اسلام آباد كښې د روان نېشنل نېټ بال چېمپئن شپ په مهال د خاص مېلما په حېث ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل …

اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) د آل پاکستان سپورټس بورډ اېمپلائز یونین (سی بی اے) صدر راجه اعجاز احمد وئيلي دي چې په هيواد كښې د لوبو پرمختګ لپاره پاكستان سپورټس بورډ مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په لياقت جمنازيم اسلام آباد كښې د روان نېشنل نېټ بال چېمپئن شپ په مهال د خاص مېلما په حېث ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په هېواد كښې د لوبو د ټېلنټ كوم كمې نشته بلكې لوبغاړو ته به وسائل او آسانۍ وركول وي۔ ده ووئيل كومه هم لوبه له حكومتي او د سپانسرز سرپرستۍ پرته ترقي كولې نه شي او پرائیوېټ سېکټرز له به د كركټ په څير نورو لوبو پلو هم پام ګرځول وي دغسې چې هغه هم ترقي وكړې شي۔ راجه اعجاز احمد ووئيل لوبه د امن او ورورولۍ درس وركوي او لوبغاړي د هېواد سرمايه او د امن سفيران وي۔