اسلام آباد۔24 جون(اے پی پی) 3 كسيزه قامي جوډو لوبډله د ګل په سهر په 8 م چلډرن آف اېشیا ګېمز كښې ګډون لپاره روسيه ته روانه شوه۔ د پاكستان جوډو فېډرېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې درې ورځنې چلډرن آف اېشیا ګېمز 28 جون څخه د روسيه ښار ياكوتسك كښې پېل كيږي۔ پاكستان جوډو لوبډله په دوه لوبغاړو سلمان خان او محمد خليفه او يو كوچ ذيشان …
د پاكستان جوډو ډله چلډرن آف ايشیا ګیمز كښې ګډون لپاره روسيه ته روانه شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔24 جون(اے پی پی) 3 كسيزه قامي جوډو لوبډله د ګل په سهر په 8 م چلډرن آف اېشیا ګېمز كښې ګډون لپاره روسيه ته روانه شوه۔ د پاكستان جوډو فېډرېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې درې ورځنې چلډرن آف اېشیا ګېمز 28 جون څخه د روسيه ښار ياكوتسك كښې پېل كيږي۔ پاكستان جوډو لوبډله په دوه لوبغاړو سلمان خان او محمد خليفه او يو كوچ ذيشان بټ مشتمل ده۔ د پاکستان جوډو فېډرېشن صدر جنېد عالم قامي جوډو لوبغاړو ته هدايت كړے دے چې هغوي دې ايونټ كښې مبارزه بشپړه صلاحيتونه كارولو سره وكړي۔ ده هيله ولرله چې قامي لوبغاړي به په دې ميګا ايونټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل ايونټ لپاره مو صلاحيت لرونكي لوبغاړي ټاكلي دي او هيله ده چې دوئي به په ايونټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل مونږ خپلو لوبغاړو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوؤ ولې چې هغوي په نړيواله كچه د پاكستان نمائندګي كوي۔











