برج ټاؤن۔22جون(اے پی پی) د آئي سي سي ټي 20 نړيوال كپ په سپر ايټ پړاؤ كښې ويسټ انډيز امريكا ته 9 وكټونو سره ماتې وركړه۔ بريالۍ لوبډلې د 129 رنزونو هدف په 11 م اوور كښې د يو وكټ په زيان ترلاسه كړو۔ شائی هوپ غوره بېټنګ كولو سره 82 رنز جوړ كړل ، روسټن چیز پلېئر آف دی مېچ وګرځولے شو۔ هغه درې وكټونه ترلاسه كړل۔ تېره ورځ …
د آئي سي سي ټي 20 نړيوال كپ په سپر ايټ پړاؤ كښې ويسټ انډيز امريكا ته 9 وكټونو سره ماتې وركړه

مزید خبریں
برج ټاؤن۔22جون(اے پی پی) د آئي سي سي ټي 20 نړيوال كپ په سپر ايټ پړاؤ كښې ويسټ انډيز امريكا ته 9 وكټونو سره ماتې وركړه۔ بريالۍ لوبډلې د 129 رنزونو هدف په 11 م اوور كښې د يو وكټ په زيان ترلاسه كړو۔ شائی هوپ غوره بېټنګ كولو سره 82 رنز جوړ كړل ، روسټن چیز پلېئر آف دی مېچ وګرځولے شو۔ هغه درې وكټونه ترلاسه كړل۔ تېره ورځ په برج ټاؤن ، بارباډوس كښې شوي د ګروپ ټو مېچ كښې د امريكا لوبډلې اول بېټنګ كولو سره په 19.5 اوورز كښې 128 رنز جوړ كړل۔ د وېسټ انډیز لخوا اېنډرے رسل او روسټن چیز درې درې وكټونه ترلاسه كړل۔ په ځواب كښې وېسټ انډيز مطلوبه هدف د شائي هوپ طوفاني بېټنګ له امله په 10.5 اوورز كښې د يو وكټ په يان ترلاسه كړو۔ شائي هوپ په 39 بالونو د 8 چھكو او 4 چوكو په مرسته 82 رنز جوړ كړل۔ وېسټ انډيز په سپر اېټ پړاؤ كښې دوه مېچونو كښې اولنۍ كاميابي ترلاسه كړې ده۔ په اولني مېچ كښې يۍ د انګلېنډ په ضد ماتې خوړلې وه۔











