په 9 م آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال كپ كښې د زيارت په ورځ دوه ميچونه كيږي

ټرېنېډاډ۔12جون(اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر اهتمام لاندې په آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال كپ كښې سبا د زيارت په ورځ دوه نور مېچونه كيږي۔ اولنے مېچ به د ګروپ سي لوبډلو وېسټ انډیز او نیوزی لینډ ترمينځه په برائن لارا سټېډیم تاروبا ټرېنېډاډ كښې كولې شي۔ وېسټ انډیز لوبډلې دوه مېچونه كړي او دواړو كښې ئۍ بريا ترلاسه كړې ۔ دا لوبډله د ګروپ سي …

ټرېنېډاډ۔12جون(اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر اهتمام لاندې په آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال كپ كښې سبا د زيارت په ورځ دوه نور مېچونه كيږي۔ اولنے مېچ به د ګروپ سي لوبډلو وېسټ انډیز او نیوزی لینډ ترمينځه په برائن لارا سټېډیم تاروبا ټرېنېډاډ كښې كولې شي۔ وېسټ انډیز لوبډلې دوه مېچونه كړي او دواړو كښې ئۍ بريا ترلاسه كړې ۔ دا لوبډله د ګروپ سي په ټېبل 4 پوانټس سره په دويم لمبر ده۔ نيوزي لېنډ دې څخه وړاندې يو مېچ كړے په كوم كښې چې ئۍ ماتې خوړلې ۔ دويم مېچ به د ګروپ ډي لوبډلو بنګله دېش او نیدرلېنډز ترمينځه كيږي۔ دا به د نړيوال كپ 27 م مېچ وي كوم به چې په آرنوس ویل ګراؤنډ کنګسټاؤن سېنټ ونسنټ كښې كيږي۔ دغسې د بنګله دېش لوبډلې دوه مېچونه كړي ٬ په يو كښې بريالۍ شوې او بل كښې ئۍ ماتې خوړلې ۔ هغه د ګروپ ډي په پوانټس ټېبل دوه پوائنټس سره په دويم لمبر ده۔ دغسې نیدرلېنډز هم دوه مېچونه كړي كومو كښې چې ئۍ يو ګټلے او بل كښې ئۍ ماتې خوړلې ۔ هغه هم دوه پوانټس سره په دويم لمبر ده۔ د محدود اوورز فارمېټ 9 م مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په وېسټ انډيز او امريكا كښې روانې دي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې ټائتل ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ د انګلېنډ لوبډله دفاعي چېمئن ده۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به د جون په 29 مه نېټه بارباډوس كښې كولې شي