نیویارک۔6 جون(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر سېوري لاندې آئي سي سي مېنز ټی 20 ورلډ کپ كښې سبا ( د جمعې په ورځ) نور دوه ميچونه كيږي۔ اولنے مېچ به د ګروپ بی لوبډلو نمیبیا او سکاټ لېنډ ترمينځه په کېنسنګټن اوول، برج ټاؤن، بارباډوس او دويم د ګروپ اے لوبډلو کاناډا او آئرلېنډ ترمينځه په ناساؤ کاؤنټی انټرنیشنل کرکټ سټیډیم، نیویارک كښې كيږي۔ د محدود اوورز …
په نهم آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال كركټ كپ كښې سبا نور دوه ميچونه كيږي

مزید خبریں
نیویارک۔6 جون(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر سېوري لاندې آئي سي سي مېنز ټی 20 ورلډ کپ كښې سبا ( د جمعې په ورځ) نور دوه ميچونه كيږي۔ اولنے مېچ به د ګروپ بی لوبډلو نمیبیا او سکاټ لېنډ ترمينځه په کېنسنګټن اوول، برج ټاؤن، بارباډوس او دويم د ګروپ اے لوبډلو کاناډا او آئرلېنډ ترمينځه په ناساؤ کاؤنټی انټرنیشنل کرکټ سټیډیم، نیویارک كښې كيږي۔ د محدود اوورز فارمیټ 9م مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په وېسټ انډيز او امريكا كښې روانې دي۔ د ټورنامنټ 12 م مېچ كښې به د نمیبیا او سکاټ لینډ لوبډلو ترمينځه مقابله وي۔ د نمیبیا لوبډلې مشري به ګیر هارډ ایراسمس او د سكاټ لېنډ رچی بیرنګټن كوي۔ د مېګا ایونټ په 13م مېچ كښې به د كاناډا او آئرلېنډ ترمينځه مقابله وي۔ د كاناډا لوبډلې مشري به سعد بن ظفر او د آئرلینډ پال سټرلنګ كوي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې د ټائټل ترلاسه كولو هڅې كوي۔ د انګلېنډ لوبډله دفاعي چېمپئن ده۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به د جون په 29 مه نېټه بارباډوس كښې كيږي











