بګوټا 27 مئی (اے پي پي) کولمبیا د بشري حقونو په احترام نه کولو د اسرائيل سره د اړيكو منقطع کولو اعلان کړے۔ د کولمبیا خارجه وزير لوئس ګلبرټو موریو الجزیره سره مركه كښې ووئېل صدر ګستاو پیټرو د نړيوالو بشري قوانین په پاسداری نه کولو د اسرائیل سره د اړيكو منقطع کولو حکم جاري كړے۔ده ووئيل غزه كښې نسل کشی روانه ده او اسرائیل چې څه كوي هغه د …
کولمبیا د نړيوال قانو په خلاف ورزۍ د اسرائيل سره د اړيكو منقطع کولو اعلان وكړو

مزید خبریں
بګوټا 27 مئی (اے پي پي) کولمبیا د بشري حقونو په احترام نه کولو د اسرائيل سره د اړيكو منقطع کولو اعلان کړے۔ د کولمبیا خارجه وزير لوئس ګلبرټو موریو الجزیره سره مركه كښې ووئېل صدر ګستاو پیټرو د نړيوالو بشري قوانین په پاسداری نه کولو د اسرائیل سره د اړيكو منقطع کولو حکم جاري كړے۔ده ووئيل غزه كښې نسل کشی روانه ده او اسرائیل چې څه كوي هغه د نړيوال قوانین ښكاره خلاف ورزی ده ۔د کولمبیا خارجه وزير ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو د قراردادونو تعمیل او د نړيوال فوجدارۍ عدالت په پريكړې د عمل درآمد غوښتنه كوو۔دې څخه وړاندې د کولمبیا صدر غزه پټی كښې د اسرائیلی حکومت لخوا د نسل کشۍ كولو ښكاره تنقید وکړو او د نړيوال فوجداري عدالت څخه ئې د اسرائیلي وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د نيولو وارنټ جاري كولو غوښتنه كړې وه۔









