راجکوټ 26 مئي (اے پي پي) د هند ګجرات رياست په راجکوټ ښار كښې يو ګیمنګ زون كښې د اوور لګيدلو له امله د 9 ماشومانو پشمول 28 كسان مړه شوې دي دغسې ګیمنګ زون په بشپړه ډول سوزيدلې دے۔د کشمیر میډیا سروس له مخې په دې اړه ریاستی حکومت د ذمه وارو تعین کولو لپاره خصوصی تحقیقاتی ډله جوړه كړې ده كومه به چې د پېښې د پلټنو نه …
هند: راجکوټ ګیمنګ زون كښې د اوور لګيدلو له امله د 9 ماشومانو پشمول 28 كسان مړه

مزید خبریں
راجکوټ 26 مئي (اے پي پي) د هند ګجرات رياست په راجکوټ ښار كښې يو ګیمنګ زون كښې د اوور لګيدلو له امله د 9 ماشومانو پشمول 28 كسان مړه شوې دي دغسې ګیمنګ زون په بشپړه ډول سوزيدلې دے۔د کشمیر میډیا سروس له مخې په دې اړه ریاستی حکومت د ذمه وارو تعین کولو لپاره خصوصی تحقیقاتی ډله جوړه كړې ده كومه به چې د پېښې د پلټنو نه پس رپورټ وړاندې كوي ۔ خصوصی تحقیقاتی ډلي مشر سبھاش ترویدی وئيلي چې د پېښې بشپړه پلټنې به كولې شي او دا به معلومولې شي چې د دې ذمه وار څوك دي۔ د ګجرات د كورنيو چارو وزير هرش سنګھوی د پېښې د ځائې جاج اخستلو سره وئيلي چې ګیمنګ زون كښې موجود كسانو كښې يو تن اوس هم بے دركه دے او د هغه لټول زمونږ ذمه واري ده ، كوم لپاره به چې هر ممكن هڅې كولې شي ۔ مړو شويو كسانو كښې 9 ماشومان شامل دي۔









