زرعی پوهنتون له به تعلیم او تحقیق سره د صوبې پرمختګ كښې كردار ترسره كول وي ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د یونیورسټۍ 12مې د سېنېټ غوندي ته وينا

پېښور 21 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی وئيلي دي د زرعي پوهنتون په زرعی تحقیق كښې کردار لوئي اهمیت لري، پوهنتون له په خپل تعلیم او تحقیق سره د صوبې پرمختګ كښې کردار ترسره كول وي،زدكوونكو له د موجوده دور له مخې تعلیم باوري كولو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو خركندونه ده په خپله مشرۍ كښې د پېښور زرعي پوهنتون 12مې د سېنېټ غونډې ته وينا كښې وكړه ۔ګورنر هائوس كښې په شوې غونډه كښې د زراعت صوبائی وزیر میجر(ر) محمد سجاد بارکوال، وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر جهان بخت، پرنسپل سیکرټري مظهر ارشاد، د اعلٰی تعلیم زراعت، خزانې او د اسټیبلشمنټ محكمو افسرانو،د هائر ایجوکېشن کمېشن نمائندګانو پشمول د سېنېټ نور غړي او اړوندو كسانو ګډون كولو۔په غونډه كښې موجوده وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر جهان بخت له د پروفیسر پرسنل ګریډ 22 كښې د ترقۍ متفقه منظوری وركړې شوه او د پوهنتون سنډیکیټ کمېټۍ د اړخه د پوهنتون قوانین كښې د مجوزه ترامیم ایجنډا د سېنېټ سب کمېټۍ ته وسپارلې شوه دغسې د کمېټۍ مجوزه ترامیم په اړه رپورټ تر 25 جون سېنېټ ته د وړاندې كولو سپارښتنه وشوه۔غونډې ته په خپه وينا كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی ووئيل زرعی خودکفالت كښې به زرعی پوهنتون له جدید تحقیق ته خاص پام لرنه كول وي، زرعی پوهنتون پرمختګ او سوكالۍ ته خاص پام لرنه كولې شي ٬ د كوم لپاره به چې شپه ورځ هلي ځلې كول وي، ده ووئېل د زرعی پوهنتون شميره په سيمه كښې نه بلكه د پاکستان په ښو پوهنتونونو كښې كېږي چرته چې زدكوونكو له په بيلو څانګو كښې تعلیم وركړے كېږي۔