د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د قائمه كمېټو جوړولو لپاره قرارداد په يوه خله منظور كړو

پېښور 20 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د قائمه كمېټو جوړولو لپاره قرارداد په يوه خله منظور كړو۔ د ګل په ورځ د غونډې په مهال د سني اتحاد کونسل اېم پي اے شفيع الله جان قرار داد وړاندې كړٶ چې پكښې مطالبه وشوه چې د آئين له مخې سټينډنګ كمېټئ جوړولو لپاره دې سپيكر ته اجازه وركړې شي ٬ دغسې د قرارداد منظورۍ نه وروستو سپيكر ته د قائمه كمېټو جوړولو اجازه وركړې شوه۔