لاهور 20 مئي (اے پي پي) د پاكستان عوامي تحريك 35م تاسيس ورځ به د مئي په 25مه نيټه مركزي٬ صوبائي٬ ضلعي او د تحصيل په كچه په جوش او ولوله سره لمانځلې شي۔ په دې لړ كښې د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې به سېمينارز كولې شي چې پكښې به د پاكستان عوامي تحريك مشران د تاسيس په لړ كښې كېك پرې كوي او د ګوند په 35م كلنه هلو ځلو به رڼا اچوي۔ په دې لړ كښې به په مركزي سېكرټرېټ ماډل ټاٶن كښې د بېرغ هسك كولو دستوره كېږي او د دغې نه وروستو به د تاسيس په لړ كښې دستورې ته مشران وېنا هم كوي۔