پیښور 20مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د خزانې صلاحكار مزمل اسلم وئېلي دي په كرغزستان كښې د ګيرو شوو پاكستانو زده كوونكو په حفاظت سره راويستلو لپاره 6 كروړه روپۍ جاري كړې شوي ۔د خزانې صلاحكار مزمل اسلم په خپل بيان كښې ووئېل دا 6 كروړه روپۍ دوه الوتكو لپاره جاري كړې شوي ٬ څنګه چې نور زده كوونكي او د خېبرپښتونخوا خلق په رېليف نمبرز رجسټرېشن وكړي نو نور فنډ به جاري كړے شي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی دا اعلان په كرغزستان كښې د ګيرو شوو ټولو زده كوونكو لپاره كړے او څوك چې پاتي دي هغوي ټول رجسټرېشن كولې شي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت لخوا زده كوونكي د كرغزستان څخه بېرته راتللو لپاره خاص پروازونه به نن د ګل ورځې څخه پېل شي