اټك كښې د جومات چت لوېدو له امله درې ماشومان ژوبل شول

اټك 16 مئی (اے پي پي)اټك كښې د جومات چت لوېدو له امله درې ماشومان ژوبل شوي۔د رېسكيو ذريعو له مخې په تكبير كالونۍ سړك فوجي فاؤنډېشن سكول سره نزدې د جومات چت لوېدلو په نتيجه كښې درې ماشومان معمولي ژوبل شول ۔په اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122 ډلې په سمدستي توګه د پېښې ځاې ته رسېدلې٬ دغسې ژوبل شوو ته طبي مرسته وركولو سره هغوي د اټك ډسټركټ هېډكوارټر روغتون ته منتقل كړے شول ۔