پېښور۔ 15 مئي (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا په سرکاري ریسټ هاؤسز كښې د وي آئي پي شخصیات او د هغوي د كورنيو په وړيا استوګنه بندېز لګولې شوے ۔ د سیلګرۍ ، كلتوراو زړو اثارو سلاحكار زاهد چن زیب په سرکاري ریسټ هاؤسز كښې د وي آئي پي شخصیات او دكورنيو په وړيا استوګنه بندېز لګولو په اړه نوټیفکیشن هم جاري کړے ۔ زاهد چن ووئېل وي آئي پي اود هغوي د كورنيو په ریسټ هاوسز كښې تر څو څو ورځو استوګنه كوله ،په دې اړه سلاحكار ته د اولس د اړخه ګېلې راتللې ۔ د سېلګرۍ سلاحكار ووئېل د اولس په شکایات په سرکاري ریسټ هاؤسز كښې به وړيا استوګنه بندېز لګولے شوے