لاهور۔9مئی(اے پی پی) د علامه اقبال انټرنېشنل ائیرپورټ په لاؤنج كښې اور ولګېد چې ورسره د اميګرېشن عمل وځپلے شو او لاهور څخه اولنے حج پرواز هم وځنډولے شو۔ د ائیر پورټ ذريعو له مخې اور د امېګرېشن کاؤنټر په سیلنګ كښې د شارټ سركټ له امله ولګېد۔ د دې پیښې په نتيجه كښې د امېګرېشن سسټم وسوځېدو او وداني خالي كړې شوه۔ د ائیرپورټ په لاؤنج كښې په لګېدلي اور د سول ایوی اېشن عملې د زياتې خوارۍ نه وروستو قابو وموندلو۔ د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي په ائيرپورټ كښې د اور لګېدو پیښې نوټس اغستو سره په دې اړه رپورټ وغوښتلو او د پلټنيو كولو امر ئۍ وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل مسافرو ته آسانۍ وركولو له دې امېګرېشن كاؤنټر زر تر زره بحال كړے شي۔