کوئټه 06 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو صوبائي سېکتر سردار سربلندخان جوګيزئۍ د صدر مملکت آصف علي زرداري د كوئټې دورې هركلي كولو سره وئيلي دي چې د صدر مملکت آصف علي زرداري دورې ته د بلوچستان اولس په درنه سترګه ګوري د دې به ډېرې ښه نتيجې رامخې ته شي ۔ دا خبره ده ګل په ورځ خپل بيان كښې كړې۔ ده ووئيل چې د صدر مملکت دوره خوشبينه او پرمختګ د نوي دور پېل دې۔