د بلوچستان وزیر اعلیٰ سرفراز بګټی د ډاکټر عبدالحکیم رند په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

کوئټه 05 مئی (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ سرفراز بګټی د پیپلز ګوند سینئر لارښود او مند ضلع کیچ نوموړي شخصیت میر فدا حکیم رند د پلار ډاکټر عبدالحکیم رند په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د وزیر اعلیٰ سیکرټریټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل ارواښاد ډاکټر عبدالحکیم رند يو انسان دوست، خوش اخلاق، ملنسار، د وګړو په دړد كښې شریك شخصیت ؤ۔ وزیراعلیٰ دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔