سټيټ بېنك ته د آئي اېم اېف څخه د 828 مېليونه اېس ډي آر (1.1 ارب ډالره) تر لاسه شول

کراچۍ 30 اپرېل (اے پي پي)سټيټ بېنك ته د آئي اېم اېف څخه د 828 مېليونه اېس ډي آر (1.1 ارب ډالره) تر لاسه شول ۔ د مركزي بېنك لخوا د نهې په ورځ د جاري اعلاميه له مخې د آئي اېم اېف اېګزيکټو بورډ د اپرېل په 29مه نيټه كال 2024 خپله غونډه كښې د سټينډ بائي ارينجمنټ (اېس بي اے) له مخې دوېم جاج بشپړ كړو او پاكستان لپاره ئې د 828مېليونه اېس ډي آر منظوري وركړه دغسې د په ذكر شوې نيټه بېنك ته د آئي اېم اېف اكاٶنټ لخوا د 828 مېليونه اېس ډي آر (1.1 ارب ډالره) تر لاسه شول كوم چې به د مئي په درېمه نيټه ختمېدونكې اونۍ كښې د بېنك د زرمبادله په پانګو كښې څرګند شي۔