پېښور ۔ 30 اپرېل (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو د لاسه په رامخې ته شويو بېلو پېښو كښې 17 كسان مړه او 23 ژوبل شول۔ په دې اړه د پي ډي اېم اے لخوا د جاري شوي رپورټ له مخې د اوسنيو بارانونو دلاسه په بېلو پېښو كښې د 5 ماشومانو په شمول 17 كسان مړه شوي او د كورونو د دېوالونو ٬ چھتونو پرېوتو او تندرونو دلاسه 116 كسان وځپلې شول په كومو كښې چې 100 كورونه په جزوي او 16 نور په بشپړ ډول ويجاړ شول۔ د بارانونو د لاسه تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان په باجوړ ضلعه كښې وشو چرته چې 5 كسان مړه او 10 ژوبل شول۔ دغسې 20 كورونه زيانمن هم شول۔