کوئټه۔ 29 اپرېل(اے پی پی) د بلوچستان په 30 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي خصوصي كمپائن پېل كړے شو۔ د اېمرجنسی آپرېشن سېنټر بلوچستان کوآرډینټر سید زاهد شاہ میډیا سره خبرو كښې ووئيل چې د بلوچستان په 30 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي خصوصي كمپائن نن څخه پېل كېږي۔ 7 ورځنې كمپائن په دې وروستيو كښې د پوليو كېسونو او په ماحولياتي نمونو كښې د وائرس د موجودګۍ په تناظر كښې پېل شوے دے۔ د كمپائن په مهال به 23 لکه 95 زره څخه زياتو ماشومانو ته پوليو څخه د بچ كولو قطرې وركولې شي۔ ده په مور پلار ٬ سول سوسائټۍ ٬ استاذانو او په خصوصي توګه په علماﺀ كرامو زور راوړلو سره ووئيل په دې كمپائن كښې دې ټول مرسته كول باوري كړي۔ ده ووئيل كمپائن كښې به 10 زره څخه زياتې ډلې برخه اخلي په كومو كښې چې 8 زره 9 موبائل ډلې ٬ 837 فکسډسائټس او 541 ټرانزټ پوائنټس شامل دي۔ پولیس لیویز او د ایف سی ځوانان به په دې مهال د امنيت ذمه وارۍ ترسره كوي۔