په بشام كښې په چينائي انجينئرز بريد كښې ككړ 4 ترهګر ونيولې شوو

پېښور ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) په بشام كښې په چينائي انجينئرز ترسره شوي بريد كښې ككړ 4 ترهګر ونيولې شوو۔ د سي ټي ډي پېښور له مخې په بشام كښې په چينائي انجينئرز د ترسره شوي ځانمرګې بريد په پلټنيو كښې مهم پېشرفت شوے دے په كوم كښې چې په بريد كښې ككړ څلور ترھګر نيولې شوي دي۔ سي ټي ډي وئيلي چې د نيولې شويو ترهګرو تعلق …

پېښور ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) په بشام كښې په چينائي انجينئرز ترسره شوي بريد كښې ككړ 4 ترهګر ونيولې شوو۔ د سي ټي ډي پېښور له مخې په بشام كښې په چينائي انجينئرز د ترسره شوي ځانمرګې بريد په پلټنيو كښې مهم پېشرفت شوے دے په كوم كښې چې په بريد كښې ككړ څلور ترھګر نيولې شوي دي۔ سي ټي ډي وئيلي چې د نيولې شويو ترهګرو تعلق كالعدم ټي ټي پي سره دے٬ د دوئي د نېټ ورك د نورو ترهګرو شناخت هم شوے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په 26 مارچ د چينائي انجينئرز په ګاډي ځان مرګې بريد شوے وو چې په نتيجه كښې يۍ 5 چينائي انجينئرز مړه شوي وو۔