د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي د مزدورانو څلور سوه ځامن د هېواد اعلی تعلیمی ادارو ته د لېږلو اعلان وكړو

کوئټه ۔ 25 اپریل (اے پي پي ) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي د مزدور پیشه كسانو څلور سوه حامن د هېواد اعلی اقامتي تعلیمي ادارو ته د لېږلو اعلان کړے ۔ د لیبر ویلفیئر فنډ ترمخه اوس به د مزدورانو کوچنيان هم د پاکستان اعلی تعلیمی ادارو كښې تعلیم ترلاسه كولې شي ۔ د زيارت به ورځ د محنت او افرادي قوت محكمې او لیبر ویلفیئر فنډ …

کوئټه ۔ 25 اپریل (اے پي پي ) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي د مزدور پیشه كسانو څلور سوه حامن د هېواد اعلی اقامتي تعلیمي ادارو ته د لېږلو اعلان کړے ۔ د لیبر ویلفیئر فنډ ترمخه اوس به د مزدورانو کوچنيان هم د پاکستان اعلی تعلیمی ادارو كښې تعلیم ترلاسه كولې شي ۔ د زيارت به ورځ د محنت او افرادي قوت محكمې او لیبر ویلفیئر فنډ په غونډه كښې ده ووئېل د مزدور ځوے به هم هلته لوستې كولې شي چرته چې د يو شتمند بچي كوي ،د مزدورانو د كوچنيانو ټول تعلیمي او اقامتي خرڅونه به لیبر ویلفیئر فنډ څخه ادا کوو ،ده ووئېل د مزدور صلاحیت لرونكے بچے به مزدور نه افسر ، ډاکټر، انجینئر او کامیاب انسان جوړېږي ۔ دغسې وزیراعلی سیکرټری لیبر ته هدایت وكړو چې په قوانین كښې ترامیم لپاره په دريو ورځو كښې دننه تجاویز د قانون محكمې ته ولېږئ ۔