د ميډيا كردار په كوم هم جمهوري رياست كښې زيات مهم دے٬ كه صحافت په مثبت ډول فعال شو نو دې سره يو مثالي هيواد جوړيدے شي٬ د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي

پېښور ۔ 25 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سلیم سواتی وئيلي دي د ميډيا كردار په كوم هم جمهوري رياست كښې زيات مهم دے كوم څخه چې څوك هم انكار كولے نه شي٬ كه د كوم هم رياست د صحافت څانګه كه په مثبت ډول فعاله شي نو يو مثالي هېواد جوړېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پرېس ګېلرۍ كښې خبريالانو سره تعارفي غونډه كښې د خبرو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د پرېس ګېلري كابينې د خپل صدر ګلزار خان او عمومي سېكتر رسول داوړ په مشرۍ كښې خپلې مسئلې د اسمبلۍ سپيكر ته وړاندې كړې۔ په دې د اسمبلۍ سپيكر اړوندو چارواكو ته هدايت جاري كولو سره ووئيل د پرېس ګېلرۍ نمائندګانو سره په ګډه د داخلی کارډز د اجراﺀ منظمه تګلاره عملي كړئ۔ سپيكر زياته كړه چې پرېس ګېلري دې خپل يو څو خبريالان وټاكي كوم به چې ميټنګ روم ته تللے شي۔ د اسمبلۍ سپيكر د خبريالانو په وركشاپس مثبت غبرګون ښودلو كښې ووئيل مونږ به ان هاؤس وركشاپس كوؤ او په دې لړ كښې به PIPS سره هم رابطه كولې شي۔ ده د ټولو خبريالانو مننه وكړه او هيله يۍ ولرله چې مونږ به په ګډه يو ښه ورکنګ ریلېشن قائم كړؤ دغسې چې په غوره ډول د اولسي نمائندګۍ حق ادا كړے شي