تعليم سره غېر نصابي هلې ځلې ځوانانو لپاره لازمي دي۔ ګورنرحاجي غلام علي

پېښور 24 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي د تعليمي ادارو مقصد يواځې زده كوٶنكو ته تدريس كول نه دي بلكې دې سره سره دوي د ټولنې باكرداره او د كار وړ وګړې جوړول هم مقصد وي، په هره تعليمي اداره كښې فن فئير او د پټ شو پشمول غېر نصابي هلې ځلې زده كوونكو (ځوانانو/انجونو) لپاره ګټورې ثابتېدې شي۔ دا خبره ده …

پېښور 24 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي د تعليمي ادارو مقصد يواځې زده كوٶنكو ته تدريس كول نه دي بلكې دې سره سره دوي د ټولنې باكرداره او د كار وړ وګړې جوړول هم مقصد وي، په هره تعليمي اداره كښې فن فئير او د پټ شو پشمول غېر نصابي هلې ځلې زده كوونكو (ځوانانو/انجونو) لپاره ګټورې ثابتېدې شي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د روز خېبر ګرلز ميډيکل کالج پېښور دورې په مهال د خاص مېلمه په توګه د بلوسم فيسټا فن فئير او پټ شو پرانستې دستورې په مهال وكړې۔ په دستوره كښې د بورډ آف ګورنر چيئرمېن غلام قادر خان،د کالج ډين زاهدامان، د فيکلټي غړو سره سره ججز ډاکټرعبدالله، ډاکټرمحمد احمد، پروفيسر ډاکټرامير محمد،پروفيسر ډاکټرخالد جاوېد، ډاکټر توصيف امان او زده كوونكو په لويه شمېره ګډون كولو۔